۲۰۲۴ مۍ ۱۳
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۴: خو تاسو د دُنيا نۀ يئ (يوحنا ۱۵:۱۹)
ورځنۍ رڼا
زۀ غواړم چې د مسيح او د هغۀ د بيا ژوندى کېدلو قدرت وپېژنم او د هغۀ سره په تکليفونو کښې شريک شم او د هغۀ په مرګ کښې د هغۀ په شان شم.
فيليپيانو ۳:۱۰
د شاګرد دپاره دا کافى ده چې د اُستاذ په شان شى او نوکر د خپل مالِک په شان.
متى ۱۰:۲۵
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.
يشعياه ۵۳:۳
په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ.
يوحنا ۱۶:۳۳
خو تاسو د دُنيا نۀ يئ. خو ما تاسو د دُنيا نه جدا کړئ نو دغه وجه ده چې دُنيا تاسو نه نفرت کوى.
يوحنا ۱۵:۱۹
څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے.
زبور ۶۹:۲۰
په عدالت کښې زما د اولنۍ پېشۍ په وخت څوک هم ما سره ونۀ درېدل بلکې ټولو زۀ ځانله پرېښودم.
دوېم تيموتيوس ۴:۱۶
د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.
متى ۸:۲۰
ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
عبرانيان ۱۳:۱۴
او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
عبرانيان ۱۲:۱–۲
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول.
رويا ۱۲:۱۱
د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو، نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه.
روميان ۸:۳۳–۳۴
دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
ليويانو ۱۷:۱۱
زۀ مالِک خُدائ يم. په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم.
هِجرت ۱۲:۱۲–۱۳
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
روميان ۸:۱
دا خلق چې سپينې جامې يې اغوستې دى، څوک دى او د کومې راغلى دى؟“ ... تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.
رويا ۷:۱۳–۱۴
هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
رويا ۱:۵–۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۱۲
اول يوحنا ۴:۷ · روميان ۵:۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۱
اول کورنتيان ۱۵:۳۴ · اول تِسالونيکيان ۵:۵–۶
۲۰۲۴ مۍ ۱۰
اول يوحنا ۳:۸ · اِفِسيانو ۶:۱۲
۲۰۲۴ مۍ ۹
عبرانيان ۱۱:۱ · اول کورنتيان ۱۵:۱۹
۲۰۲۴ مۍ ۸
يشعياه ۵۳:۱۰ · يوحنا ۱۲:۲۷–۲۸
۲۰۲۴ مۍ ۷
متى ۲۴:۶ · زبور ۴۶:۱–۳
