۲۰۲۴ مۍ ۱۸
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۹: ټول ګناهونه زما ووينځه (زبور ۵۱:۲)
ورځنۍ رڼا
ټول ګناهونه زما ووينځه.
زبور ۵۱:۲
زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده.
يرمياه ۳۳:۸
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
حزقىايل ۳۶:۲۵
زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى.
يوحنا ۳:۵
کۀ چرې د چېلو او غوَيانو په وينو نوستلو او د سخو په ايرو سره ناپاک خلق او د هغوئ بدنونه پاک کولے شى، نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بېعېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.
عبرانيان ۹:۱۳–۱۴
خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ، د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.
زبور ۱۰۶:۸
مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.
زبور ۱۱۵:۱
ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ.
فيليپيانو ۱:۵
ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے. دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
اول کورنتيان ۱۲:۱۲–۱۳
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
اول کورنتيان ۱:۹
څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.
اول يوحنا ۱:۳
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا ۱:۷
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل ... خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى. چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى.
يوحنا ۱۷:۱, ۲۰–۲۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۱۷
حزقىايل ۲۰:۱۹ · اول يوحنا ۲:۶
۲۰۲۴ مۍ ۱۶
روميان ۱:۱ · يوحنا ۱۳:۱۳
۲۰۲۴ مۍ ۱۵
رويا ۲۱:۴ · يشعياه ۲۵:۸
۲۰۲۴ مۍ ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · متى ۱۰:۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۸ · يوحنا ۴:۲۳–۲۴
۲۰۲۴ مۍ ۱۲
اول يوحنا ۴:۷ · روميان ۵:۵
