۲۰۲۴ مۍ ۱۷
ورځنۍ رڼا, مۍ ۱۸: زۀ قيامت او ژوندون يم (يوحنا ۱۱:۲۵)
ورځنۍ رڼا
ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے.
يوحنا ۵:۲۶
خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
زۀ قيامت او ژوندون يم.
يوحنا ۱۱:۲۵
ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.
يوحنا ۱۴:۱۹
ځکه چې مونږ هم د مسيح سره شريک يُو خو کۀ مونږ په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ او قائم پاتې شُو.
عبرانيان ۳:۱۴
او په روحُ القُدس کښې شريک شوى وى.
عبرانيان ۶:۴
د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.
دوېم پطروس ۱:۴
اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو. غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو، او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو.
اول کورنتيان ۱۵:۴۵, ۵۱–۵۲
قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو، چې دے، او چې راتلونکے دے.
رويا ۴:۸
عزت او شُکر ګزارى وکړى.
رويا ۴:۹
او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے. دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى.
اول تيموتيوس ۶:۱۵–۱۶
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
اول تيموتيوس ۱:۱۷
نو مونږ دې بېځايه فخر نۀ کوُو.
ګلتيان ۵:۲۶
خو هغۀ خپله خبره جارى وساتله، ”زۀ به ستاسو نه يو څيز وغواړم. هر يو کس دې ما له هغه والۍ راکړى کومې چې تاسو اخستې دى.“ (د ميديانيانو دا رِواج وو چې هغوئ به د سرو زرو والۍ اچولې.) خلقو جواب ورکړو، ”مونږ به په داسې کولو خوشحاله شُو.“ هغوئ يوه کپړه خوره کړه او چې هغوئ په لوټ مار کښې کومې د سرو زرو والۍ اخستې وې هغه يې ورباندې کېښودې. جدعون د سرو زرو يو بُت جوړ کړو او په خپل ښار عفره کښې يې کېښودو. ټولو بنى اِسرائيلو خُدائ پاک پرېښودو او هلته د بُت عبادت له لاړل. دا د جدعون او د هغۀ د خاندان دپاره يو دام جوړ شو.
قاضيانو ۸:۲۴–۲۵, ۲۷
ولې تۀ د خپل ځان دپاره د دې نه نور هم زيات د خاص سلوک اُميد کوې څۀ؟
يرمياه ۴۵:۵
او د دې عجيبه روحانى کشفونو په وجه چې زۀ پرې مغروره نۀ شم زما په بدن کښې د شېطان فرښتې زما د تکليف دپاره ازغے وټومبلو.
دوېم کورنتيان ۱۲:۷
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
فيليپيانو ۲:۳
مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى، نۀ بېادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى.
اول کورنتيان ۱۳:۴–۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۱۶
روميان ۱:۱ · يوحنا ۱۳:۱۳
۲۰۲۴ مۍ ۱۵
رويا ۲۱:۴ · يشعياه ۲۵:۸
۲۰۲۴ مۍ ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · متى ۱۰:۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۳
اول تيموتيوس ۲:۸ · يوحنا ۴:۲۳–۲۴
۲۰۲۴ مۍ ۱۲
اول يوحنا ۴:۷ · روميان ۵:۵
۲۰۲۴ مۍ ۱۱
اول کورنتيان ۱۵:۳۴ · اول تِسالونيکيان ۵:۵–۶
