۲۰۲۴ مۍ ۲۰
ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۱: يعنې مسيح راتلونکے دے (يوحنا ۴:۲۵)
ورځنۍ رڼا
آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.
اِفِسيانو ۶:۱۰
زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى. نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى. په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بېعزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.
دوېم کورنتيان ۱۲:۹–۱۰
اے قادر مطلق مالِک خُدايه زۀ به ستا د لويئ کارونه بيان کړم. چې صرف تۀ اِنصاف کوونکے يې زۀ به هر چا ته ووايم.
زبور ۷۱:۱۶
ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے.
روميان ۱:۱۶
زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.
فيليپيانو ۴:۱۳
د دې دپاره زۀ د مسيح د هغه قوت په مطابق د زړۀ نه خوارى کوم چې په ما کښې په زور اثر کوى.
کولوسيان ۱:۲۹
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.
دوېم کورنتيان ۴:۷
د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“
نحمياه ۸:۱۰
او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.
کولوسيان ۱:۱۱
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
اول کورنتيان ۱:۹
ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
متى ۱:۲۱
هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى.
فيليپيانو ۲:۸–۱۰
يعنې مسيح راتلونکے دے.
يوحنا ۴:۲۵
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم.
يشعياه ۶۱:۱
خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“ ... او دوېم انسان آسمانى دے.
اول کورنتيان ۱۵:۴۵, ۴۷
زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.
يوحنا ۲۰:۲۸
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم. نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ. ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى.
يوحنا ۱۳:۱۳–۱۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۱۹
زبور ۵۱:۲ · يرمياه ۳۳:۸
۲۰۲۴ مۍ ۱۸
يوحنا ۵:۲۶ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
۲۰۲۴ مۍ ۱۷
حزقىايل ۲۰:۱۹ · اول يوحنا ۲:۶
۲۰۲۴ مۍ ۱۶
روميان ۱:۱ · يوحنا ۱۳:۱۳
۲۰۲۴ مۍ ۱۵
رويا ۲۱:۴ · يشعياه ۲۵:۸
۲۰۲۴ مۍ ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · متى ۱۰:۲۵
