۲۰۲۴ مۍ ۲۵
ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۶: زۀ ښۀ شپون يم (يوحنا ۱۰:۱۴, ۲۷–۲۸)
ورځنۍ رڼا
اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو.
عبرانيان ۱۳:۲۰
او کله چې مشر شپونکے څرګند شى نو تاسو له به د جلال تاج درکړے شى چې کله به هم نۀ مړاوے کيږى.
اول پطروس ۵:۴
زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى، زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى. زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى.
يوحنا ۱۰:۱۴, ۲۷–۲۸
مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما. راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له. هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له، په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.
زبور ۲۳:۱–۳
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه ۵۳:۶
زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى.
يوحنا ۱۰:۱۱
زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بېلارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم.
حزقىايل ۳۴:۱۶
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.
اول پطروس ۲:۲۵
او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.
رويا ۲۱:۲۳
نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه ... ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.
اعمال ۲۶:۱۳, ۱۵
شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول. او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.
متى ۱۷:۱–۲
تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى. ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.
يشعياه ۶۰:۱۹–۲۰
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ.
اول پطروس ۵:۱۰
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۲۴
اِفِسيانو ۴:۳۰ · روميان ۱۵:۳۰
۲۰۲۴ مۍ ۲۳
هِجرت ۲۸:۱۲ · عبرانيان ۷:۲۴–۲۵
۲۰۲۴ مۍ ۲۲
يوحنا ۱۴:۲۷ · اول يوحنا ۲:۱۷
۲۰۲۴ مۍ ۲۱
اِفِسيانو ۶:۱۰ · زبور ۷۱:۱۶
۲۰۲۴ مۍ ۲۰
اول تيموتيوس ۴:۱۶ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
۲۰۲۴ مۍ ۱۹
زبور ۵۱:۲ · يرمياه ۳۳:۸
