۲۰۲۴ مۍ ۲۳
ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۴: هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو
ورځنۍ رڼا
او د خپل ژوند په طريقو د خُدائ پاک روحُ القُدس مۀ خفه کوئ، د کوم په وسيله چې هغۀ تاسو خپل کړى يئ او د خلاصون د ورځ دپاره يې په تاسو مُهر لګولے دے.
اِفِسيانو ۴:۳۰
زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ.
روميان ۱۵:۳۰
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى.
يوحنا ۱۴:۲۶
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې. خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
يشعياه ۶۳:۹–۱۰
په دې وجه مونږ ته پته ده چې مونږ په هغۀ کښې اوسيږو او هغه په مونږ کښې اوسيږى ځکه چې هغۀ مونږ له خپل روحُ القُدس راکړے دے.
اول يوحنا ۴:۱۳
نو هغۀ په تاسو د خپلې هغه وعدې په مطابق چې پخوا يې کړې وه د روحُ القُدس مُهر ولګولو او خپل يې کړئ. هم دغه روح د خُدائ پاک د خوا نه مونږ سره د هغه ميراث ضمانت دے د کوم چې يې مونږ سره وعده کړې ده او هغۀ مونږ په بيعه واخستو، چې د خُدائ پاک خپل خلق شُو.
اِفِسيانو ۱:۱۳–۱۴
نو زۀ دا وايم کۀ تاسو خپل ژوند د روحُ القُدس په مطابق تېروئ نو بيا به د ګناه فطرت په خپله پرېږدئ. ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے.
ګلتيان ۵:۱۶–۱۷
روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى.
روميان ۸:۲۶
زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى.
هوسيع ۵:۱۵
خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے.
يشعياه ۵۹:۲
خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه ... خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
غزلې ۵:۶
نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل. هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم.
يشعياه ۵۷:۱۷–۱۸
اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو.
يرمياه ۲:۱۷
نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.
لوقا ۱۵:۲۰
بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بېوفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.
هوسيع ۱۴:۴
خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.
اول يوحنا ۱:۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۲۲
يوحنا ۱۴:۲۷ · اول يوحنا ۲:۱۷
۲۰۲۴ مۍ ۲۱
اِفِسيانو ۶:۱۰ · زبور ۷۱:۱۶
۲۰۲۴ مۍ ۲۰
اول تيموتيوس ۴:۱۶ · اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
۲۰۲۴ مۍ ۱۹
زبور ۵۱:۲ · يرمياه ۳۳:۸
۲۰۲۴ مۍ ۱۸
يوحنا ۵:۲۶ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
۲۰۲۴ مۍ ۱۷
حزقىايل ۲۰:۱۹ · اول يوحنا ۲:۶
