ورځنۍ رڼا, مۍ ۳۰: په تنګه دروازه ورداخل شئ (متى ۷:۱۳)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو راځئ چې مونږ په هغه آرام کښې د داخلېدو دپاره هر کوشش وکړُو نو چې په مونږ کښې څوک هم د هغوئ په شان د نافرمانۍ په وجه ناکامه نۀ شُو.

په تنګه دروازه ورداخل شئ. ځکه چې د تباهۍ دروازه کولاو ده، لاره يې ښۀ پلنه ده او ډېر په دغه لاره ځى. خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.

د بپتسمه ورکونکى يحيىٰ د راتلو د ورځو نه پس لا تر اوسه د آسمان په بادشاهۍ زور کولے شى او زورَور يې په زور رانيسى.

د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى.

د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ ... په دې طريقه د دې سره به تاسو زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په ابدى بادشاهۍ کښې ډېر په عزت سره داخل کړے شئ.

نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ. هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو.

ځکه هغه څوک چې د خُدائ پاک په آرام کښې داخل شى، نو هغوئ به هم د خُدائ پاک په شان د خپلو کارونو نه په آرام شى.

ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى.

ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې.

پلاره، زۀ ستا شُکر کوم چې تا زما دُعا واورېدله.

اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“

وګوره خُدايه پاکه ... د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“

زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.

نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو.

او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى.

او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.

او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.

نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے.

خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).