ورځنۍ رڼا, مۍ ۲۹: بلکې د مسيح قيمتى وينه وه (اول پطروس ۱:۱۹)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربان‌ګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.

هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.

هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.

بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.

او بغېر د وينې د تويولو نه د ګناهونو معافى نۀ کيږى.

او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.

د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.

نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو.

ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.

کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے.

کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“

ايُوب وفرمائيل، چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟ چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى.

کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.

اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟

هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى. ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).