ورځنۍ رڼا, مۍ ۳۱: د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.

نو هغۀ خُدائ پاک سره جګړه وکړه، هغۀ د يوې فرښتې خِلاف جنګ وکړو او جنګ يې وګټلو. هغۀ وژړل او د برکت سوال يې وکړو.

خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.

په خُدائ پاک ايمان ساتئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى. ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.

تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.

څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“

زمونږ ايمان قوى کړه.

اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ.

خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى. داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.

زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ، اګر چې بل زيرے نشته. ... خو کۀ مونږ په خپله يا د آسمان يوه فرښته د هغه زېرى نه علاوه چې مونږ تاسو ته اورولے وو، بل کوم زيرے اوروى، نو هغه دې لعنتى وى.

ځکه کۀ تاسو په شريعت د عمل کولو په وسيله خپل ځان صادق کول غواړئ، نو په دې تاسو د مسيح سره خپل تعلق ختم کړو او د خُدائ پاک د فضل نه محروم پاتې شوئ. ... تاسو خو ښۀ منډه وهله.

لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ. کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.

ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ټولې وعدې ”آو“ دى، او هم دغه وجه ده چې د هغۀ په وسيله مونږ د خُدائ پاک جلال ته ”آمين“ وايو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).