۲۰۲۴ مۍ ۳۱
ورځنۍ رڼا, جون ۱: خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، سکون، صبر
ورځنۍ رڼا
خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه ... سکون، صبر، مهربانى.
ګلتيان ۵:۲۲
مالِک خُدائ، هغه خُدائ پاک يم چې د رحم او ترس نه ډک يم، په آسانۍ سره نۀ غصه کېږم او ډېره مينه او وفادارى ښايم.
هِجرت ۳۴:۶
په تاسو زور راوړم چې هغه شان نېک ژوند تېروئ د کوم دپاره چې خُدائ پاک تاسو رابللى يئ. په پوره عاجزۍ، نرمۍ، صبر او په مينې سره يو بل زغمئ.
اِفِسيانو ۴:۱–۲
نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.
اِفِسيانو ۴:۳۲
خو چې کوم حِکمت د آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوونکے، د رحم او د ښو مېوو نه ډک، بې له طرفدارۍ او رياکارۍ وى.
يعقوب ۳:۱۷
مينه صابره ده، مينه مهربانه ده.
اول کورنتيان ۱۳:۴
ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.
ګلتيان ۶:۹
نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى. نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى.
يعقوب ۵:۷–۸
خُدائ پاک زمونږ مل دے.
متى ۱:۲۳
خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے.
دوېم تاريخ ۶:۱۸
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
يوحنا ۱:۱۴
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو.
اول تيموتيوس ۳:۱۶
خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.
عبرانيان ۱:۲
د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل ... نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو. اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو ... بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“ توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
يوحنا ۲۰:۱۹–۲۰, ۲۶–۲۸
مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے.
يشعياه ۹:۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ مۍ ۳۰
عبرانيان ۴:۱۱ · متى ۷:۱۳–۱۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۹
ليويانو ۱۷:۱۱ · يوحنا ۱:۲۹
۲۰۲۴ مۍ ۲۸
فيليپيانو ۳:۲۰ · تيطوس ۲:۱۱–۱۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۷
ناحوم ۱:۷ · يرمياه ۳۳:۱۱
۲۰۲۴ مۍ ۲۶
عبرانيان ۱۳:۲۰ · اول پطروس ۵:۴
۲۰۲۴ مۍ ۲۵
زبور ۳۱:۱۹ · يشعياه ۶۴:۴
