ورځنۍ رڼا, جون ۶: هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى.

مالِک خُدائ تاسو سره د دې دپاره مينه نۀ ده کړې او نۀ يې خوښ کړى يئ چې تاسو د نورو خلقو نه زيات وئ، په حقيقت کښې تاسو د ټولو نه وړوکے قوم وئ. خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.

مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.

يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بې‌داغه او بې‌اِلزامه حاضر کړى.

رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.

خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.

او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“

په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم.

خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.

هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه.

نو قائِن د مالِک خُدائ د حضور نه لرې لاړو او د عدن نمرخاتۀ طرف ته په يوه علاقه کښې اوسېدو چې نوم يې ”مسافر“ وو.

خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے.

ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.

زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.

خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.

په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.

ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېر‌يهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل، او د دشمنۍ هغه دېوال يې ونړولو کوم چې مونږ جدا کړى وُو.

هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه.

خو کومه دروازه چې د ژوند په لورې ده هغه وړه ده او لاره يې تنګه ده، او د دې پېدا کوونکى هم لږ دى.

تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې، د خپل حضور خوند به ما له راکړې، تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ