ورځنۍ رڼا, جون ۷: او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او ورته يې دا وښودل چې هغوئ دې ضرور بار بار دُعا غواړى او زړۀ دې نۀ بائيلى.

فرض کړئ کۀ په تاسو کښې يو کس په نيمه شپه د خپل ملګرى کور ته ورشى او ورته ووائى زما ملګريه، ما له لږه روټۍ راکړه. ځکه چې زما يو ملګرے د سفر نه راغلے دے او ما کره د خوړلو دپاره هيڅ هم نشته چې هغۀ ته کېږدم. او هغه ورته په جواب کښې ووائى چې ما مۀ تنګوه. په دې نيمه شپه خو ورونه بند دى، زۀ او زما بچى په کټ کښې اودۀ يُو، په دې وخت اوس زۀ تا له څۀ نۀ شم درکولے. خو زۀ تاسو ته وايم، کۀ چرې د دوستۍ په وجه درله څۀ درنۀ کړى خو ستا د زيات مِنت کولو په وجه به هغه راپاڅى او تا له به هر څۀ درکړى.

او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بې‌ناغې دُعا کوئ.

زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“ ... تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“

خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ.

هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.

او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.

خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.

آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.

نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“

په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى، د خُدائ پاک د پراخه فضل په مطابق حاصله ده.

نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو.

ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې. هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه ... څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ