۲۰۲۴ جون ۷
ورځنۍ رڼا, جون ۸: د هوا مارغانو ته وګورئ (متى ۶:۲۶)
ورځنۍ رڼا
چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے.
پېدايښت ۳۹:۳
بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى. تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ، برکتونه او خير به ستاسو وى.
زبور ۱۲۸:۱–۲
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه. په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
زبور ۳۷:۳–۴
يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“
يشوَع ۱:۹
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
متى ۶:۳۳
نو هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کولو او خُدائ پاک هغۀ له برکت ورکولو.
دوېم تاريخ ۲۶:۵
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ. پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.
ګردان ۸:۱۱, ۱۷
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے.
اول تواريخ ۲۲:۱۸
تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟
مرقوس ۲:۸
د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه. خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.
روميان ۴:۱۹–۲۰
آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟
مرقوس ۲:۹
تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.
مرقوس ۹:۲۳
د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
متى ۲۸:۱۸
تاسو ولې دومره يرېږئ، تاسو لا اوس هم ايمان نۀ لرئ؟
مرقوس ۴:۴۰
د هوا مارغانو ته وګورئ، ... نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟
متى ۶:۲۶
اے بېايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى.
متى ۱۶:۸–۹
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
فيليپيانو ۴:۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۶
صفنياه ۳:۱۷ · ګردان ۷:۷–۸
۲۰۲۴ جون ۵
لوقا ۱۷:۱۰ · روميان ۳:۲۷
۲۰۲۴ جون ۴
حجى ۲:۹ · اول تواريخ ۲۲:۵
۲۰۲۴ جون ۳
متى ۲۵:۱۳ · لوقا ۲۱:۳۴–۳۶
۲۰۲۴ جون ۲
هِجرت ۱۲:۱۱ · ميکاه ۲:۱۰
۲۰۲۴ جون ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · هِجرت ۳۴:۶
