ورځنۍ رڼا, جون ۹: د بدعمله کس کاميابى لنډه وى (ايُوب ۲۰:۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

هيڅکله هم چا داسې خبرې نۀ دى کړى څنګه يې چې دا سړے کوى.

په ټولو سړو کښې د هر چا نه ښائسته يې تۀ ستا د خولې خبرې ښکلې ملغلرې دى، د تل دپاره تۀ خُدائ بختور کړے يې.

خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم.

هغه ډېره خوږه خولۀ لرينه، هغه په هر لحاظ زړۀ راښکونکے دېنه، نو، اے د يروشلم ښځو.

هغوئ ټولو د هغۀ صِفت وکړو او د هغۀ د خولې نه د داسې برکتناک کلام په اورېدو حېران شول.

ځکه چې هغۀ د هغوئ د شرعې عالمانو په شان نه، خو په پوره اختيار سره يې تعليم ورکولو.

د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى.

او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے.

بې‌شکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے.

ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه او هره هغه کبرژنه خبره چې د خُدائ پاک د عِلم خلاف وى تباه کوُو او په هر يو نافرمانه خيال قبضه کوُو د دې دپاره چې د مسيح تابعدار شى.

د بدعمله کس کاميابى لنډه وى.

هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“

زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم نو تاسو ما ته لاس وانۀ چولو خو اوس دا ستاسو دپاره موقع ده او د تورې تيارې اختيار.“

بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى.

دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.

تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى. تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.

او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى.

بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى. مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى، ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.

خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى.

او بيا هغوئ له دوکه ورکوونکے اِبليس د اور او ګوګړو درياب ته وغورزولے شو چرته چې بلا او دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے او هلته به په شپه او ورځ تل تر تله عذابولے شى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ