۲۰۲۴ جون ۹
ورځنۍ رڼا, جون ۱۰: او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو
ورځنۍ رڼا
پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو.
لوقا ۱۵:۱۳
او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.
اول کورنتيان ۶:۱۱
او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو. خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو. خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو.
اِفِسيانو ۲:۳–۶
رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.
اول يوحنا ۴:۱۰
خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو. ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو.
روميان ۵:۸, ۱۰
او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ.
کولوسيان ۳:۱۳
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، د يو سودخور دوه قرضدارى وُو. يو ته يې پينځۀ سوه ديناره قرض وُو او په بل يې پنځوس. د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل.
لوقا ۷:۴۱–۴۲
چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو. ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟
متى ۱۸:۳۲–۳۳
25-26 او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“
مرقوس ۱۱:۲۵–۲۶
نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ. يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ.
کولوسيان ۳:۱۲–۱۳
مالِکه، کۀ زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله.
متى ۱۸:۲۱–۲۲
او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى.
کولوسيان ۳:۱۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۸
پېدايښت ۳۹:۳ · زبور ۱۲۸:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۷
لوقا ۱۸:۱ · لوقا ۱۱:۵–۸
۲۰۲۴ جون ۶
صفنياه ۳:۱۷ · ګردان ۷:۷–۸
۲۰۲۴ جون ۵
لوقا ۱۷:۱۰ · روميان ۳:۲۷
۲۰۲۴ جون ۴
حجى ۲:۹ · اول تواريخ ۲۲:۵
۲۰۲۴ جون ۳
متى ۲۵:۱۳ · لوقا ۲۱:۳۴–۳۶
