۲۰۲۶ اکتوبر ۱۵
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۶: په کار کښې سستى مۀ کوئ (روميان ۱۲:۱۱)
ورځنۍ رڼا
په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوشوجذبه قائمه ساتئ.
روميان ۱۲:۱۱
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
معلِم ۹:۱۰
هر څۀ چې تاسو کوئ د زړۀ په مينه يې کوئ لکه چې دا تاسو د مالِک دپاره کوئ، او نۀ چې د بنى آدمو دپاره. ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ.
کولوسيان ۳:۲۳–۲۴
ځکه تاسو په دې پوهه شئ چې مالِک به مونږ هر يو له زمونږ د ښۀ کارونو اجر راکړى.
اِفِسيانو ۶:۸
ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
يوحنا ۹:۴
تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟
لوقا ۲:۴۹
ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.
يوحنا ۲:۱۷
د خپلې بلنې او غوره والى د ثابتولو زيات کوشش کوئ، ځکه کۀ تاسو داسې اخلاق ساتئ نو هيڅکله به تيندک ونۀ خورئ.
دوېم پطروس ۱:۱۰
او مونږ دا غواړو چې په تاسو کښې دې هر يو په پوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشش کوى، نو د دې دپاره چې تاسو سست نۀ شئ بلکې د هغوئ په نقش قدم شئ څوک چې د ايمان او صبر په وسيله د لوظ وارثان دى.
عبرانيان ۶:۱۱–۱۲
نو تاسو هم داسې منډه ووهئ چې وې ګټئ.
اول کورنتيان ۹:۲۴
او مونږ په آزمېښت کښې مۀ اچوه.
متى ۶:۱۳
څوک چې په خپل ځان يقين کوى نو هغه کم عقل دے، خو څوک چې په هوښيارتيا سره قدم اوچتوى نو دے به بچ پاتې شى.
متلونه ۲۸:۲۶
د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى. خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى.
يعقوب ۱:۱۳–۱۴
دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.
دوېم کورنتيان ۶:۱۷
لوط سترګې واړولې راواړولې او د اُردن ټول هوار مېدان يې وليدو، چې د ضُعر پورې، د مالِک خُدائ د باغ په شان يا د مِصر د مُلک په شان ښې ډېرې اوبۀ يې لرلې. (په هغه وخت کښې مالِک خُدائ د سدوم او عموره ښارونه لا تباه کړى نۀ وُو.) نو لوط د ځان دپاره د اُردن ټول هوار مېدان خوښ کړو او نمرخاتۀ طرف ته لاړو. ... چې د هغه ځائ خلق ډېر خراب او ګناهګار وُو او د مالِک خُدائ خلاف وُو.
پېدايښت ۱۳:۱۰–۱۱, ۱۳
ځکه هغۀ لوط هم بچ کړو چې صادق انسان وو کله چې هغه د بېدينه خلقو د ناپاک چال چلن نه ډېر تنګ شوے وو. نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى.
دوېم پطروس ۲:۷, ۹
او د مالِک خُدائ په مدد سره به هغوئ په خپل خِدمت کښې کامياب شى.
روميان ۱۴:۴
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۱۴
روميان ۱۴:۹ · يشعياه ۵۳:۱۰–۱۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۳
دانيال ۱۰:۱۲ · يشعياه ۵۷:۱۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۲
دوېم کورنتيان ۵:۱۹ · کولوسيان ۱:۱۹–۲۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۱
زبور ۲۲:۱۱ · زبور ۱۳:۱–۲
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۰
اِفِسيانو ۳:۱۵ · اِفِسيانو ۴:۶
۲۰۲۶ اکتوبر ۹
نحمياه ۹:۱۷ · دوېم پطروس ۳:۹






