ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۹: د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې (زبور ۱۲:۶)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې.

مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.

او تاسو زمونږ د مالِک صبر لکه د خلاصون وګڼئ نو دغسې زمونږ خوږ ورور پولوس هم د خپل ورکړے شوى حِکمت په مطابق درته وليکل.

او په دې وجه په ما رحم وشو چې په ما وړومبى ګناه ګار کښې عيسىٰ مسيح خپل لوئ صبر څرګند کړى، او زۀ يې د هغه خلقو دپاره مثال وګرځولم څوک چې به په هغۀ د تل ژوندون دپاره ايمان راوړى.

ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.

او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟

د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.

د مالِک خُدائ وعدې دى پاکې.

ستا کلام ډېر پاک دے نو ځکه ستا خِدمتګار د هغې سره مينه کوى.

حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.

د خُدائ پاک هره خبره قابل اعتماد ده، هغه د هغوئ دپاره ډال دے څوک چې په هغۀ کښې پناه اخلى. د هغۀ د کلام سره اضافه مۀ کوه ځکه چې هغه به دې ورَټى او دروغژن به دې ثابت کړى.

ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم. زۀ ستا په تعليماتو باندې غور کوم او ستا د لارو احترام کوم.

نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.

لکه د نوؤ پېدا شوو ماشومانو په شان د خالص روحانى پيو خواهشمند اوسئ نو چې د دې په وسيله تاسو په خلاصون کښې لوئ شئ.

ځکه چې مونږ د ډېرو خلقو په شان د خُدائ پاک کلام خرڅوونکى نۀ يُو بلکې مونږ د زړۀ د اخلاصه د مسيح په اختيار د خُدائ پاک کلام اورو. او په دې پوهه يُو چې د بره نه خُدائ پاک په مونږ نظر ساتى.

نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ