ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۰: زما مور او زما وروڼه دا دى (متى ۱۲:۴۹)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

د چا نه چې په آسمان او زمکه کښې هر قوم خپل حقيقى نوم مومى.

او واحد خُدائ پاک، چې د ټولو اېک يو پلار دے، څوک چې د ټولو دپاسه، او د ټولو په وسيله کار کوى او په ټولو کښې موجود دے.

ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.

هغه منصوبه دا ده چې په صحيح وخت کښې به هغه ټول څيزونه کۀ په آسمان کښې وى او کۀ په زمکه وى د مسيح د واک او اختيار لاندې راجمع کړى.

نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.

زما مور او زما وروڼه دا دى. ځکه هر هغه څوک چې زما د آسمانى پلار رضا کوى، هغه زما ورور، خور او مور ده.

خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له.

هر کله چې ګډُورى پينځم مهر مات کړو نو ما د قربان‌ګاه د لاندې د هغه ايماندارانو روحونه وکتل چې د خُدائ پاک د کلام او د خپلې ګواهۍ په وجه قتل کړے شوى وُو. هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه ... بيا هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تر هغې لږ صبر وکړئ چې په خِدمت کښې ستاسو ټول ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.

هغه دا چې زمونږ سره به هغوئ کامِل کړے شى.

نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره.

د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره.

خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.

ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.

ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو. دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو.

نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو نو خُدائ پاک د خپل زوئ روح زمونږ زړونو ته راولېږلو کوم روح چې په مونږ کښې دا آواز کوى چې، ”اے ابا، پلاره.“ نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې.

زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.

نو زۀ به تاسو قبول کړم. او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ