۲۰۲۶ اکتوبر ۱۰
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۱: قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو
ورځنۍ رڼا
زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے.
زبور ۲۲:۱۱
اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟ تر ابده پورې تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟ تر کومه به زما ذهن پرېشانه وى هره ورځ زما په زړۀ کښې به تر کومه خفګان وى؟
زبور ۱۳:۱–۲
خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ، خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ، اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.
زبور ۲۷:۹
هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
زبور ۹۱:۱۵
مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى. څوک چې د هغۀ نه يريږى د هغوئ ټولو ارمانونه پوره کوى، او هغه د دوئ ژړا اورى او خلاصون ورکوى.
زبور ۱۴۵:۱۸–۱۹
زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.
يوحنا ۱۴:۱۸
او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى ۲۸:۲۰
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.
زبور ۴۶:۱
زما ځان صرف په خُدائ پاک کښې آرام مومى، ځکه چې زما د خلاصون مالِک هغه دے.
زبور ۶۲:۱
اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى.
زبور ۶۲:۵
ستا نوم دې پاک وى.
متى ۶:۹
د بل خُدائ عبادت مۀ کوئ، ځکه چې د مالِک خُدائ نوم غېرتى دے، هغه غېرتى خُدائ پاک دے.
هِجرت ۳۴:۱۴
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
هِجرت ۱۵:۱۱
قُدوس، قادر مطلق خُدائ پاک، هغه چې وو.
رويا ۴:۸
کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ.
اول تواريخ ۱۶:۲۹
نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو. د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو ... هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“ نو ما ووئيل، په ما افسوس، زۀ تباه شوم.
يشعياه ۶:۱–۳, ۵
ما مخکښې صرف ستا په حقله اورېدلى دى، خو اوس مې په خپلو سترګو وليدلې. نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم.
ايُوب ۴۲:۵–۶
او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا ۱:۷
خو د خُدائ پاک تنبيه کول زمونږ د فائدې دپاره دى ترڅو چې مونږ د هغۀ په پاکوالى کښې شامل شُو.
عبرانيان ۱۲:۱۰
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو.
عبرانيان ۱۰:۱۹, ۲۲
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۹
نحمياه ۹:۱۷ · دوېم پطروس ۳:۹
۲۰۲۶ اکتوبر ۸
عبرانيان ۱۳:۶ · روميان ۸:۳۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۷
زبور ۲۵:۹ · متى ۵:۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۶
رويا ۱۹:۶ · ايُوب ۴۲:۲
۲۰۲۶ اکتوبر ۵
زبور ۵۰:۱۵ · زبور ۴۲:۱۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۴
هِجرت ۳۴:۲۹ · زبور ۱۱۵:۱






