۲۰۲۶ اکتوبر ۱۱
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۲: ستا بادشاهى دې راشى (متى ۶:۱۰)
ورځنۍ رڼا
مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.
دوېم کورنتيان ۵:۱۹
ځکه چې د خُدائ پاک دا خوښه وه چې د هغۀ ټول الوهيت دې په مسيح کښې وى. او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده.
کولوسيان ۱:۱۹–۲۰
ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى، سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
زبور ۸۵:۱۰
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى.
يرمياه ۲۹:۱۱
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه ۱:۱۸
ستا په شان خُدائ څوک دے چې په خپلو غوره شوو کښې د بچ شوو خلقو جرمونه معاف کړى او د هغوئ ګناهونه نظر انداز کوى؟
ميکاه ۷:۱۸
خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ.
ايُوب ۲۲:۲۱
هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.
فيليپيانو ۲:۱۲–۱۳
اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.
يشعياه ۲۶:۱۲
ستا بادشاهى دې راشى.
متى ۶:۱۰
د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.
دانيال ۲:۴۴
نو په دې وخت کښې د غرۀ نه يو لوئ کاڼے په خپله راجدا شو.
دانيال ۲:۳۴
خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه ۴:۶
تاسو د نښو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چې د خُدائ پاک بادشاهى به کله راځى. نۀ څوک داسې وئيلے شى چې ګورئ هغه دلته ده. يا هلته ده. ځکه چې په حقيقت کښې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو په مينځ کښې ده.
لوقا ۱۷:۲۰–۲۱
تاسو ته د خُدائ پاک د بادشاهۍ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چې بهر دى ... د خُدائ پاک بادشاهى داسې ده چې کۀ يو سړے تخم په زمکه کښې کَرى. او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى. خو هر کله چې فصل پوخ شى نو هغه ورپسې لور راواخلى ځکه چې د فصل د لو کولو وخت راغلے وى.“
مرقوس ۴:۱۱, ۲۶–۲۷, ۲۹
نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.
متى ۲۴:۴۴
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“
رويا ۲۲:۱۷
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۱۰
اِفِسيانو ۳:۱۵ · اِفِسيانو ۴:۶
۲۰۲۶ اکتوبر ۹
نحمياه ۹:۱۷ · دوېم پطروس ۳:۹
۲۰۲۶ اکتوبر ۸
عبرانيان ۱۳:۶ · روميان ۸:۳۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۷
زبور ۲۵:۹ · متى ۵:۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۶
رويا ۱۹:۶ · ايُوب ۴۲:۲
۲۰۲۶ اکتوبر ۵
زبور ۵۰:۱۵ · زبور ۴۲:۱۱






