ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۴: مونږ له خپل روزمره رزق راکړه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى.

خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى. کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.

ولې د مسيح دپاره دا مقرر نۀ وُو چې هغه به دا زحمتونه وزغمى او په خپل جلال کښې به داخل شى؟“

چې مونږ په دې پوهه شُو چې هغه يو د ټولو دپاره مړ شو نو مطلب يې دا شو چې ټول مړۀ شول. او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.

نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“

هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.

مونږ له خپل روزمره رزق راکړه.

ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بې‌اسرى ليدلى نۀ دى، او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.

هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.

کارغانو به هغۀ له سحر او ماښام روټۍ او غوښه راوړه او هغۀ د ولې نه اوبۀ څښلې.

او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.

ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“

هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل ... هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.

بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى. ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“ نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ