۲۰۲۶ اکتوبر ۱۴
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۵: زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے
ورځنۍ رڼا
خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.
زبور ۵۹:۹
”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے. زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے.
دوېم سموئيل ۲۲:۲–۳
مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.
زبور ۲۸:۷
ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
يشعياه ۵۹:۱۹
نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“
عبرانيان ۱۳:۶
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زبور ۲۷:۱
لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر ابده پورې.
زبور ۱۲۵:۲
ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
زبور ۶۳:۷
د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه.
زبور ۳۱:۳
او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو.
متى ۶:۱۲
مالِکه، کۀ زما ورور زما خلاف څۀ بد کوى نو زۀ به يې څو ځله معاف کوم؟ تر اووۀ ځلو پورې څۀ؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ دا نۀ وايم چې اووۀ ځله، زۀ دا وايم چې اويا وارې اووۀ ځله.
متى ۱۸:۲۱–۲۲
چې کله تا ما ته مِنت وکړو نو ما درته ټول قرض وبخښلو. ولې په تا کښې دومره سړيتوب نۀ وو چې په خپل ملګرى نوکر دې داسې رحم کړے وے لکه چې ما په تا وکړو؟ د هغۀ مالِک ډېر غصه شو او دے يې د قېدخانې مشر ته حواله کړو ترڅو چې يې ټول قرض واپس کړے نۀ وى. کۀ چرې تاسو خپل ورور د زړۀ د اخلاصه معاف نۀ کړئ نو زما آسمانى پلار به هم تاسو هر يو سره داسې کوى.“
متى ۱۸:۳۲–۳۵
نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.
اِفِسيانو ۴:۳۲
نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې. هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.
کولوسيان ۲:۱۳–۱۴
او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ.
کولوسيان ۳:۱۳
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۱۳
دانيال ۱۰:۱۲ · يشعياه ۵۷:۱۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۲
دوېم کورنتيان ۵:۱۹ · کولوسيان ۱:۱۹–۲۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۱
زبور ۲۲:۱۱ · زبور ۱۳:۱–۲
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۰
اِفِسيانو ۳:۱۵ · اِفِسيانو ۴:۶
۲۰۲۶ اکتوبر ۹
نحمياه ۹:۱۷ · دوېم پطروس ۳:۹
۲۰۲۶ اکتوبر ۸
عبرانيان ۱۳:۶ · روميان ۸:۳۵






