اونۍ د ۲۰۲۶ د جون ۲۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جون ۲۰

زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم، نو تا ته زما د ټولو کارونو پته ده.

زبور 139:3

يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بې‌شکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“ هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“

پېدايښت 28:16-17

مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى. تۀ څومره کم عقل يې. د اوس نه به تۀ په جنګ کښې راګېر يې.“

دوېم تاريخ 16:9

زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.

زبور 4:8

کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې، او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې، نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى. ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.

زبور 91:9-11

کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.

متلونه 3:24

خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.

زبور 127:2

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې