جمعه د ۲۰۲۶ د جون ۱۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جون ۱۹

په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.

رويا 3:18

عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى، نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى.

مرقوس 10:29-30

زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده.

اول پطروس 4:12

نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.

اول پطروس 1:6-7

د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.

اول پطروس 5:10

ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“

يوحنا 16:33

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې