کله چې عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ هغه شړلے دے، نو عيسىٰ هغه پېدا کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“ سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، ما ته ووايه هغه څوک دے نو چې زۀ په هغۀ ايمان راوړم.“
يوحنا 9:35-36
ورځنی رڼا
کله چې عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ هغه شړلے دے، نو عيسىٰ هغه پېدا کړو او تپوس يې ترې وکړو، ”ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“ سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، ما ته ووايه هغه څوک دے نو چې زۀ په هغۀ ايمان راوړم.“
يوحنا 9:35-36
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
عبرانيان 1:3
نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے. دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.
اول تيموتيوس 6:15-16
مالِک خُدائ پاک فرمائى چې، ”اول او آخر زۀ يم، چې شته، چې وو، چې راتلونکے دے يعنې قادر مطلق خُدائ.“
رويا 1:8
هغۀ ووئيل، ”مالِکه، زما پرې ايمان دے.“ او هغه ورته په سجده پرېوتو.
يوحنا 9:38
For this cause I also suffer these things. Yet I am not ashamed, for I know him whom I have believed, and I am persuaded that he is able to guard that which I have committed to him against that day.
2 Timothy 1:12
ځکه چې صحيفې فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې د ګوټ غوره کړے او قيمتى کاڼے ږدم، او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“ نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“
اول پطروس 2:6-7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جون ۱۲
Numbers 31:23
۲۰۲۶ جون ۱۱
Luke 15:20
۲۰۲۶ جون ۱۰
Luke 15:13
۲۰۲۶ جون ۹
John 7:46
۲۰۲۶ جون ۸
Genesis 39:3
۲۰۲۶ جون ۷
Luke 18:1
۲۰۲۶ جون ۶
Zephaniah 3:17