زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.
زبور 25:18
ورځنی رڼا
زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.
زبور 25:18
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه 1:18
نو ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښې پروت راوړو. د هغوئ ايمان يې چې وليدو نو عيسىٰ هغه شل سړى ته وفرمائيل چې، ”زما زويه، خاطر جمع کړه، ستا ګناهونه معاف شول.“
متى 9:2
آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم.
يشعياه 43:25
نو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه، بستره دې واخله او کور ته ځه،“
متى 9:6
in whom we have our redemption through his blood, the forgiveness of our trespasses, according to the riches of his grace,
Ephesians 1:7
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو. خُدائ پاک روحُ القُدس زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ ډېر زيات نازل کړو،
تيطوس 3:5-6
You were dead through your trespasses and the uncircumcision of your flesh. He made you alive together with him, having forgiven us all our trespasses, wiping out the handwriting in ordinances which was against us; and he has taken it out of the way, nailing it to the cross;
Colossians 2:13-14
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى. څوک چې ستا ټول ګناهونه معاف کوى، او چې ستا ټول مرضونه جوړوى،
زبور 103:2-3
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جون ۶
Zephaniah 3:17
۲۰۲۶ جون ۵
Luke 17:10
۲۰۲۶ جون ۴
Haggai 2:9
۲۰۲۶ جون ۳
Matthew 25:13
۲۰۲۶ جون ۲
Exodus 12:11
۲۰۲۶ جون ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ مۍ ۳۱
Genesis 32:28