جمعه د ۲۰۲۶ د جون ۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جون ۵

ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

زبور 103:14

بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.

پېدايښت 2:7

زۀ ستا ثناء صِفت کومه ځکه چې زما د بدن جوړښت عجيبه او ويرونکے دے، ستا کارونه عجيبه دى او زۀ په دې ښۀ پوهېږم. زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم، او کله چې زۀ د زمکې په ژوره کښې جوړېدلم. ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو. او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.

زبور 139:14-16

آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟

ملاکى 2:10

ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے. لکه څنګه چې ستاسو خپلو ځينو شاعرانو وئيلى دى، مونږ هم د هغۀ د نسل نه يُو.

اعمال 17:28

څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.

زبور 103:13

خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو. هغۀ راياد کړل چې بنيادم خو د غوښې نه جوړ دے، د هغې هوا په شان دے چې لګى او بيا نۀ واپس کيږى.

زبور 78:38-39

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې