جمعه د ۲۰۲۶ د مۍ ۲۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۲۹

کاش چې زما د ګوګوشتکو په شان وزرې وے، زۀ به په هوا کښې الوتلے او په آرام به وے.

زبور 55:6

کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“

يُونس 4:8

ايُوب وفرمائيل،

ايُوب 3:2

چې څوک په مصيبت کښې وى هغه ولې ژوندى پرېږدى، او چې د چا ژوند د غمونو نه ډک وى نو هغۀ له ژوند ولې ورکوى؟ چې څوک مرګ غواړى، هغۀ له نۀ راځى، هغوئ دا د پټې خزانې نه زيات لټوى،

ايُوب 3:20-21

کۀ هر څو يو صادق انسان د مصيبتونو سره مخ شى، خو مالِک خُدائ د هغه ټولو نه هغۀ ته خلاصون ورکوى.

زبور 34:19

اوس زما زړۀ پرېشانه دے او زۀ څۀ ووايم؟ چې اے پلاره، ما د دې وخت نه بچ کړه؟ خو، هم دا وجه ده چې زۀ دې وخت له راغلے يم.

يوحنا 12:27

هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى. ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.

عبرانيان 2:17-18

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې