درېنۍ د ۲۰۲۶ د مۍ ۲۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۲۶

او ښار ته د نمر يا د سپوږمۍ د رڼا حاجت نشته ځکه چې د خُدائ پاک جلال دا روښانه کوى او ګډورے د دې ډيوه ده.

رويا 21:23

نو اے بادشاه سلامت، کله چې زۀ په غرمه کښې په لاره روان وم نو ما د آسمان نه يوه رڼا وليدله چې د نمر نه هم زياته تېزه وه، دا زما او زما د ملګرو نه ګېرچاپېره وځلېده.

اعمال 26:13

ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې.

اعمال 26:15

شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او د هغۀ ورور يوحنا يو اوچت غرۀ ته وخېژول. او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.

متى 17:1-2

تا ته به نور د ورځې د نمر ضرورت نۀ وى او د شپې به درته د سپوږمۍ ضرورت نۀ وى، ځکه چې مالِک خُدائ به ستاسو نۀ ختمېدونکے رڼا وى او خُدائ پاک به ستاسو جلال وى. ستا نمر به هيڅکله نۀ پرېوځى او نۀ به دې کله سپوږمۍ کوزيږى. ځکه چې مالِک خُدائ به ستا ابدى نُور وى، او ستا د غم ورځې به ختمې شى.

يشعياه 60:19-20

د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.

اول پطروس 5:10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې