جمعه د ۲۰۲۶ د مۍ ۲۲

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۲۲

روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.

روميان 8:26

خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.

يوحنا 14:26

ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ.

اول کورنتيان 6:19

ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

فيليپيانو 2:13

روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے. او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.

روميان 8:26-27

ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

زبور 103:14

هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى.

يشعياه 42:3

بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ. ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“

متى 26:41

مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما. راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.

زبور 23:1-2

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې