کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم، او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
رويا 1:17-18
ورځنی رڼا

اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
يوحنا 17:24
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس، تباه کړى او هغوئ آزاد کړى څوک چې ټول عُمر د مرګ د يرې په غلامۍ کښې ګرفتار وُو.
عبرانيان 2:14-15
ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى. کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“
اول کورنتيان 15:53-54
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۱۴
Philippians 3:10
۲۰۲۶ مۍ ۱۳
1 Timothy 2:8
۲۰۲۶ مۍ ۱۲
1 John 4:7
۲۰۲۶ مۍ ۱۱
1 Corinthians 15:34
۲۰۲۶ مۍ ۱۰
1 John 3:8
۲۰۲۶ مۍ ۹
Hebrews 11:1
۲۰۲۶ مۍ ۸
Isaiah 53:10