دونۍ د ۲۰۲۶ د مۍ ۱۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۱۱

زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.

يوحنا 10:27

ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.

رويا 3:20

زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بې‌عېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“

غزلې 5:2

ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.

غزلې 5:6

نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“

اول سموئيل 3:10

او کله چې عيسىٰ هغه ځائ ته راورسېدو نو پورته يې وکتل او وې فرمائيل چې، ”اے زکايه، زر راکوز شه. زۀ ضرور نن ستا کور کښې مېلمه کېږم.“ نو هغه زر راکوز شو او ډېر په خوشحالۍ يې ورته هرکلے ووئيلو.

لوقا 19:5-6

زۀ به مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته غوږ ونيسم. ځکه چې هغه به د خپل قوم، خپلو مقدسينو ته وکړى د خير خبره. خو دوئ دوباره خپل کم عقلتوب ته مۀ پرېږده.

زبور 85:8

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې