خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
رويا 12:11
ورځنی رڼا
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
رويا 12:11
د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو، نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بېشکه چې زمونږ شفاعت کوى.
روميان 8:33-34
د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربانګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.
ليويانو 17:11
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم. په چوکاټونو د وينې نښه به ما ته هغه کورونه په نښه کوى چې تاسو په کښې اوسېږئ. چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم، نو د څۀ نقصان رسولو نه بغېر به ستاسو نه تېر شم.
هِجرت 12:12-13
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
روميان 8:1
بيا مشرانو کښې يو ما ته مخ راواړولو او تپوس يې وکړو چې، ”دا خلق چې سپينې جامې يې اغوستې دى، څوک دى او د کومې راغلى دى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.
رويا 7:13-14
او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو. هغۀ مونږ د خپل پلار خُدائ پاک د بادشاهت د خدمت دپاره اِمامان جوړ کړُو. د هغۀ جلالى قُدرت دې تل تر تله قائم وى. آمين.
رويا 1:5-6
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۱۳
1 Timothy 2:8
۲۰۲۶ مۍ ۱۲
1 John 4:7
۲۰۲۶ مۍ ۱۱
1 Corinthians 15:34
۲۰۲۶ مۍ ۱۰
1 John 3:8
۲۰۲۶ مۍ ۹
Hebrews 11:1
۲۰۲۶ مۍ ۸
Isaiah 53:10
۲۰۲۶ مۍ ۷
Matthew 24:6