څلرنۍ د ۲۰۲۶ د مۍ ۱۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۱۳

زړۀ زما درزيږى زما زور په ختمېدو دے، تر دې چې مې نظر د سترګو په ختمېدو دے.

زبور 38:10

اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه. د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

زبور 61:1-2

خو هر کله چې هغۀ د طوفان زور وليدلو نو هغه وويرېدو، او چې ډوبېدو نو چغې يې کړې چې، ”مالِکه، ما بچ کړه.“ عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراوږد کړو او هغه يې د لاسه ونيوو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟“

متى 14:30-31

کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.

متلونه 24:10

هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.

يشعياه 40:29

خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.

ګردان 33:27

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې