خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
اول کورنتيان 1:9
ورځنی رڼا
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
اول کورنتيان 1:9
د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
متى 1:21
هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ، بلکې د سولۍ مرګ يې قبول کړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى، کۀ هغه په آسمان کښې وى، يا په زمکه، يا کۀ د زمکې د لاندې وى،
فيليپيانو 2:8-10
ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“
يوحنا 4:25
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
يشعياه 61:1
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
يوحنا 20:28
تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم. نو کۀ ما ستاسو مالِک او اُستاذ ستاسو پښې ووينځلې نو په تاسو هم لازم دى چې د يو بل پښې ووينځئ. ما ستاسو دپاره يو مِثال قائم کړے دے، چې تاسو به هم هغه شان کوئ، څنګه چې ما تاسو سره کړى دى.
يوحنا 13:13-15
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۲۰
1 Timothy 4:16
۲۰۲۶ مۍ ۱۹
Psalms 51:2
۲۰۲۶ مۍ ۱۸
John 5:26
۲۰۲۶ مۍ ۱۷
Ezekiel 20:19
۲۰۲۶ مۍ ۱۶
Romans 1:1
۲۰۲۶ مۍ ۱۵
Revelation 21:4
۲۰۲۶ مۍ ۱۴
Philippians 3:10