ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ.
فيليپيانو 1:5
ورځنی رڼا
ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ.
فيليپيانو 1:5
ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے. دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېريهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے.
اول کورنتيان 12:12-13
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
اول کورنتيان 1:9
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا 1:7
د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.
يوحنا 17:1
خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى. چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم.
يوحنا 17:20-21
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مۍ ۱۸
John 5:26
۲۰۲۶ مۍ ۱۷
Ezekiel 20:19
۲۰۲۶ مۍ ۱۶
Romans 1:1
۲۰۲۶ مۍ ۱۵
Revelation 21:4
۲۰۲۶ مۍ ۱۴
Philippians 3:10
۲۰۲۶ مۍ ۱۳
1 Timothy 2:8
۲۰۲۶ مۍ ۱۲
1 John 4:7