څلرنۍ د ۲۰۲۶ د مۍ ۲۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۲۰

عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے.

يوحنا 20:16

اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.

يشعياه 43:1

څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى. کله چې هغه خپلې ټولې ګډې رابهر کړې نو هغه ترې وړاندې ځى او ګډې ورپسې، ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى.

يوحنا 10:3-4

ګوره ما ستا نوم د خپلو لاسونو په تلو باندې ليکلے دے، او ستا دېوالونه همېشه زما په وړاندې دى.

يشعياه 49:16

زمونږ داسې لوئ مشر اِمام شته چې د آسمانونو نه تېر شو يعنې عيسىٰ چې د خُدائ پاک زوئ دے، نو راځئ چې مونږ د خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتې شُو.

عبرانيان 4:14

دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،

هِجرت 28:9

دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګوه چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى. نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم.

هِجرت 28:12

د مشر اِمام دپاره يو د سينې جېب جوړ کړه چې د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره يې استعمالوى. دا به هم د هغه کتان نه جوړ وى د کوم نه چې پېش بند جوړ دے او هم هغه شان ګُلکارى به ورباندې شوې وى.

هِجرت 28:15

په هغه څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګوه، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او يو لعل ولګوه،

هِجرت 28:17

په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې دې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وى، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى.

هِجرت 28:21

د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.

هِجرت 28:30

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې