يونۍ د ۲۰۲۶ د مۍ ۲۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ مۍ ۲۴

زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“

هوسيع 5:15

خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.

يشعياه 59:2

ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.

غزلې 5:6

د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل. هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.

يشعياه 57:17-18

اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو.

يرمياه 2:17

نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو.

لوقا 15:20

بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بې‌وفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.

هوسيع 14:4

خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى.

اول يوحنا 1:9

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې