دونۍ د ۲۰۲۶ د جون ۸

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جون ۸

سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟

مرقوس 2:8

د ايمان د څۀ کمزورۍ نه بغېر هغۀ د خپل وجود لکه د مړى په شان کمزورۍ ته فکر ونۀ کړو ځکه چې هغه خواوشا د سلو کالو بوډا وو او ساره هم شنډه وه. خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.

روميان 4:19-20

آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟

مرقوس 2:9

عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“

مرقوس 9:23

بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.

متى 28:18

د هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى او نۀ يې خمبو کښې جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د هغوئ نه ډېر اهم نۀ يئ څۀ؟

متى 6:26

عيسىٰ په دې خبر شو چې هغوئ د څۀ په حقله خبرې کوى، نو د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”اے بې‌ايمانه خلقو، دا تاسو داسې خبرې ولې کوئ چې ګنې روټۍ درسره نشته؟ تاسو لا تر اوسه نۀ پوهېږئ؟ ولې تاسو ته هغه پينځۀ روټۍ د پينځۀ زره کسانو دپاره يادې نۀ دى، او تاسو څومره ټوکرۍ ترې اوچتې کړې وې؟

متى 16:8-9

او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.

فيليپيانو 4:19

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې