مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې.
لوقا 10:41
ورځنی رڼا
مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې.
لوقا 10:41
کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ.
لوقا 12:24
ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې.
لوقا 12:27
نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ. ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
لوقا 12:29-30
خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو. خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى. ځکه چې د پېسو مينه د هر قِسم بدۍ بېخ دے، او د مالداره کېدو په لالچ کښې څۀ خلق د ايمان نه ګمراه شول او خپل ځانونه يې په قِسما قِسم غمونو غلبيل کړل.
اول تيموتيوس 6:8-10
خو د دُنيا غم او د مال دولت لالچ او د نورو څيزونو خواهشات په مينځ کښې راشى او د کلام مرۍ خپه کړى او کلام بېمېوې پاتې شى.
مرقوس 4:19
نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده.
عبرانيان 12:1
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جون ۱۳
John 15:4
۲۰۲۶ جون ۱۲
Numbers 31:23
۲۰۲۶ جون ۱۱
Luke 15:20
۲۰۲۶ جون ۱۰
Luke 15:13
۲۰۲۶ جون ۹
John 7:46
۲۰۲۶ جون ۸
Genesis 39:3
۲۰۲۶ جون ۷
Luke 18:1