اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.
زبور 145:10
ورځنی رڼا
اے مالِکه خُدايه، ستا مخلوق دې ستا شُکر وکړى، ستا مقدسين دې ستا ثناء صِفت وکړى.
زبور 145:10
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه. اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.
زبور 103:1-2
هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم.
زبور 34:1
په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بېوسه خلق دې خوشحالى کوى.
زبور 34:2
ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى. ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم. ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک. زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،
زبور 63:3-5
او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه. اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم،
لوقا 1:46-47
”اے زمونږ مالِکه خُدايه پاکه، تۀ د لوئى، عزت او قُدرت لائق يې ځکه چې تا هر څۀ پېدا کړى دى او دا ستا په مرضۍ پېدا شوى دى او په وجود کښې راغلى دى.“
رويا 4:11
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جون ۱۶
Ephesians 5:15-16
۲۰۲۶ جون ۱۵
Deuteronomy 29:29
۲۰۲۶ جون ۱۴
Philippians 3:10
۲۰۲۶ جون ۱۳
John 15:4
۲۰۲۶ جون ۱۲
Numbers 31:23
۲۰۲۶ جون ۱۱
Luke 15:20
۲۰۲۶ جون ۱۰
Luke 15:13