پينځنۍ د ۲۰۲۶ د جون ۱۸

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جون ۱۸

20‏-هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“

متى 17:20

زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. وګوره، ما تا ته ستا په وړاندې يوه دروازه کولاو کړې ده چې هيڅوک يې بندولے نۀ شى. زۀ پوهېږم چې ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے او زما د نوم نه منکر شوے نۀ يې.

رويا 3:8

وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“

زکرياه 4:10

We are bound to always give thanks to God for you, brothers, even as it is appropriate, because your faith grows exceedingly, and the love of each and every one of you towards one another abounds;

2 Thessalonians 1:3

مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“

لوقا 17:5

زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى. د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.

هوسيع 14:5-6

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې