ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
غزلې 5:6
ورځنی رڼا
ما خپل جانان ته ور کولاو کړونه، خو هغه بيا تلے وو، نو زۀ سخته پرېشانه شومه، ما هغه ولټولو، خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
غزلې 5:6
اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟
يشوَع 7:8
مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.
يشوَع 7:10-11
واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى. خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.
يشعياه 59:1-2
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
زبور 66:18
ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو. او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
اول يوحنا 3:21-22
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جون ۲۰
Exodus 2:9
۲۰۲۶ جون ۱۹
Hebrews 12:14
۲۰۲۶ جون ۱۸
Exodus 25:21-22
۲۰۲۶ جون ۱۷
Philippians 4:6
۲۰۲۶ جون ۱۶
Ephesians 5:15-16
۲۰۲۶ جون ۱۵
Deuteronomy 29:29
۲۰۲۶ جون ۱۴
Philippians 3:10