۲۰۲۴ جون ۲۴
ورځنۍ رڼا, جون ۲۵: زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے
ورځنۍ رڼا
خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.
اول يوحنا ۳:۲
خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى.
يوحنا ۱:۱۲
او هم د دې په وسيله هغۀ مونږ سره خپلې قيمتى او ډيرې لوئې وعدې وکړې، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ په الاهى فطرت کښې شريک شئ نو چې تاسو د هغه خرابو کارونو نه بچ شئ کوم چې د دې دُنيا په وجه پېدا کيږى.
دوېم پطروس ۱:۴
د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
يشعياه ۶۴:۴
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.
اول کورنتيان ۱۳:۱۲
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
فيليپيانو ۳:۲۰–۲۱
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
زبور ۱۷:۱۵
د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے. مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه ۱۳:۷
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
کولوسيان ۲:۹
ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.
زبور ۸۹:۱۹
”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو.
يشعياه ۶۳:۳
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو.
اول تيموتيوس ۳:۱۶
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
يشعياه ۹:۶
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
عبرانيان ۱:۳
خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه.
عبرانيان ۱:۸
د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.
عبرانيان ۱:۶
د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.
رويا ۱۹:۱۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۲۳
يوحنا ۱۴:۱۶–۱۷ · يوحنا ۱۶:۷
۲۰۲۴ جون ۲۲
کولوسيان ۳:۳ · روميان ۶:۲
۲۰۲۴ جون ۲۱
اول پطروس ۲:۲۱ · مرقوس ۱۰:۴۵
۲۰۲۴ جون ۲۰
هِجرت ۲:۹ · متى ۲۰:۴
۲۰۲۴ جون ۱۹
عبرانيان ۱۲:۱۴ · يوحنا ۳:۳
۲۰۲۴ جون ۱۸
هِجرت ۲۵:۲۱–۲۲ · عبرانيان ۹:۸
