۲۰۲۴ جون ۱۸
ورځنۍ رڼا, جون ۱۹: په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه (غزلې ۴:۷)
ورځنۍ رڼا
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
عبرانيان ۱۲:۱۴
هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.
يوحنا ۳:۳
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن.
رويا ۲۱:۲۷
په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.
غزلې ۴:۷
ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم.
ليويانو ۱۹:۲
تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“ او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.
اول پطروس ۱:۱۴–۱۷
نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې. نو روحُ القُدس ته د خپل سوچ او اخلاق نوى کولو اجازت ورکړئ او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
اِفِسيانو ۴:۲۲–۲۴
ځکه چې هغۀ مونږ په خپله مينه کښې د دُنيا د پېدايښت نه مخکښې په مسيح کښې خوښ کړُو چې مونږ د هغۀ په نظر کښې پاک او بېداغه شُو.
اِفِسيانو ۱:۴
په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى.
رويا ۳:۱۸
زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى، نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى.
مرقوس ۱۰:۲۹–۳۰
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده.
اول پطروس ۴:۱۲
اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.
اول پطروس ۱:۶–۷
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
اول پطروس ۵:۱۰
په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا ۱۶:۳۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۷
فيليپيانو ۴:۶ · زبور ۱۱۶:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۱۶
اِفِسيانو ۵:۱۵–۱۶ · يشوَع ۲۲:۵
۲۰۲۴ جون ۱۵
ګردان ۲۹:۲۹ · زبور ۱۳۱:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · اول پطروس ۴:۱۳
۲۰۲۴ جون ۱۳
يوحنا ۱۵:۴ · ګلتيان ۲:۲۰
۲۰۲۴ جون ۱۲
شمېر ۳۱:۲۳ · ګردان ۱۳:۳
