۲۰۲۴ جون ۱۷
ورځنۍ رڼا, جون ۱۸: زمونږ ايمان قوى کړه (لوقا ۱۷:۵)
ورځنۍ رڼا
د کاڼى چې کومې دوه تختې زۀ درکوم هغه د لوظ صندوق کښې کېږده او هغه د کفارې تخت د صندوق دپاسه کېږده. زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.
هِجرت ۲۵:۲۱–۲۲
په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.
عبرانيان ۹:۸
عيسىٰ بيا يوه تېزه کريکه کړه او ساه يې ورکړه. هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه.
متى ۲۷:۵۰–۵۱
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو. هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
عبرانيان ۱۰:۱۹–۲۰, ۲۲
نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.
عبرانيان ۴:۱۶
خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو.
روميان ۳:۲۴–۲۵
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.
اِفِسيانو ۲:۱۸
کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه.
متى ۱۷:۲۰
برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“ په هغه ورځ خُدائ پاک بنى اِسرائيلو له په کنعانى بادشاه يابين باندې فتح ورکړه.
قاضيانو ۴:۸, ۲۳
هغه د خپل خاندان او د ښار د خلقو نه سخت يرېدو چې د ورځې يې داسې کړے وے، نو هغۀ د شپې داسې وکړل. بيا جدعون خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”تۀ وائې چې دا فېصله دې کړې ده چې تۀ به ما د بنى اِسرائيلو د خلاصولو دپاره استعمالوې. ... ما له اجازت راکړه چې صِرف يوه خبره وکړم. ... په هغه شپه خُدائ پاک هغه هر څۀ وکړل.
قاضيانو ۶:۲۷, ۳۶, ۳۹–۴۰
زۀ پوهېږم چې ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے او زما د نوم نه منکر شوے نۀ يې.
رويا ۳:۸
وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ.
زکرياه ۴:۱۰
اے ګرانو وروڼو او خوېندو، ستاسو په حقله مونږ له هر وخت د خُدائ پاک شُکر ويستل په کار دى.
دوېم تِسالونيکيان ۱:۳
زمونږ ايمان قوى کړه.
لوقا ۱۷:۵
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى. د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.
هوسيع ۱۴:۵–۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۶
اِفِسيانو ۵:۱۵–۱۶ · يشوَع ۲۲:۵
۲۰۲۴ جون ۱۵
ګردان ۲۹:۲۹ · زبور ۱۳۱:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · اول پطروس ۴:۱۳
۲۰۲۴ جون ۱۳
يوحنا ۱۵:۴ · ګلتيان ۲:۲۰
۲۰۲۴ جون ۱۲
شمېر ۳۱:۲۳ · ګردان ۱۳:۳
۲۰۲۴ جون ۱۱
لوقا ۱۵:۲۰ · زبور ۱۰۳:۸–۱۳
