ورځنۍ رڼا, جون ۲۰: زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم (زبور ۱۳۹:۳)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم. نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله.

هغوئ ته يې ووئيل چې ځئ د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې کار وکړئ او زۀ به تاسو له مناسبه مزدورى درکړم.

زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بې‌اجره پاتې نۀ شى.

يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.

ځکه چې خُدائ پاک بې‌اِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.

خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.

دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې، او يا مسافر وې او کور ته مو دننه کړې، بربنډ وې او د اغوستلو دپاره مو جامې درکړې؟ خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى. ... د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.

زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم.

يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بې‌شکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“ هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“

مالِک خُدائ په ټوله دُنيا د دې دپاره نظر اچوى چې هغه کسانو له طاقت ورکړى چې د چا زړۀ د اخلاصه د هغۀ وفادار وى.

زۀ به په بې‌غمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.

کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې، او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې، نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى. ځکه چې هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، تۀ چې چرته هم ځې دوئ به ستا حفاظت وکړى.

کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.

کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).