۲۰۲۴ جون ۲۰
ورځنۍ رڼا, جون ۲۱: بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ
ورځنۍ رڼا
ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ.
اول پطروس ۲:۲۱
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
مرقوس ۱۰:۴۵
او هر هغه څوک چې په تاسو کښې مشر کېدل غواړى هغه دې په خپله خوښه د ټولو خادِم شى.
مرقوس ۱۰:۴۴
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله.
اعمال ۱۰:۳۸
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
ګلتيان ۶:۲
زۀ پولوس په خپله تاسو ته د مسيح په عاجزۍ او نرمۍ کښې خواست کوم.
دوېم کورنتيان ۱۰:۱
بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
فيليپيانو ۲:۳
پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى. سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.
لوقا ۲۳:۳۴
نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.
اِفِسيانو ۴:۳۲
هر څوک چې وائى چې، ”زۀ په هغۀ کښې اوسېږم،“ نو په کار دى چې هغه دې داسې ژوند تېروى لکه څنګه چې مسيح تېر کړے وو.
اول يوحنا ۲:۶
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
عبرانيان ۱۲:۲
خو هغه مې پېدا نۀ کړونه، ما هغۀ ته آواز وکړونه، خو هغۀ ما ته جواب رانۀ کړونه.
غزلې ۵:۶
اے مالِکه خُدايه، اوس چې بنى اِسرائيل د دشمنانو نه په شا شوى دى نو زۀ څۀ ووايم؟ مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ودرېږه. تۀ ولې داسې پړمخې پروت يې؟ بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. ... هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. ... د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.
يشوَع ۷:۸, ۱۰–۱۱
واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى. خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى.
يشعياه ۵۹:۱–۲
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
زبور ۶۶:۱۸
ګرانو دوستانو، کۀ زمونږ زړۀ مونږ نۀ ملامتوى نو بيا مونږ د خُدائ پاک په مخکښې پوره ډاډه يُو. او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.
اول يوحنا ۳:۲۱–۲۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۱۹
عبرانيان ۱۲:۱۴ · يوحنا ۳:۳
۲۰۲۴ جون ۱۸
هِجرت ۲۵:۲۱–۲۲ · عبرانيان ۹:۸
۲۰۲۴ جون ۱۷
فيليپيانو ۴:۶ · زبور ۱۱۶:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۱۶
اِفِسيانو ۵:۱۵–۱۶ · يشوَع ۲۲:۵
۲۰۲۴ جون ۱۵
ګردان ۲۹:۲۹ · زبور ۱۳۱:۱–۲
۲۰۲۴ جون ۱۴
فيليپيانو ۳:۱۰ · اول پطروس ۴:۱۳
