۲۰۲۴ جون ۲۵
ورځنۍ رڼا, جون ۲۶: خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى (زبور ۳:۸)
ورځنۍ رڼا
خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى. او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
اول تواريخ ۴:۱۰
د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.
متلونه ۱۰:۲۲
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى.
ايُوب ۳۴:۲۹
خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.
زبور ۳:۸
ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.
زبور ۳۱:۱۹
زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى.
يوحنا ۱۷:۱۵
وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.
متى ۷:۷–۸
خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.
زبور ۳۴:۲۲
دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل.
هِجرت ۱۲:۴۲
چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته، او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“
اول کورنتيان ۱۱:۲۳–۲۵
په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه، او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.
لوقا ۲۲:۴۱, ۴۴
د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل ... نو هغوئ عيسىٰ بوتلو ... او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى ... هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم.
يوحنا ۱۹:۱۴, ۱۶–۱۸
ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے. نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو.
اول کورنتيان ۵:۷–۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۲۴
شمېر ۱۰:۳۳ · زبور ۳۱:۱۵
۲۰۲۴ جون ۲۳
يوحنا ۱۴:۱۶–۱۷ · يوحنا ۱۶:۷
۲۰۲۴ جون ۲۲
کولوسيان ۳:۳ · روميان ۶:۲
۲۰۲۴ جون ۲۱
اول پطروس ۲:۲۱ · مرقوس ۱۰:۴۵
۲۰۲۴ جون ۲۰
هِجرت ۲:۹ · متى ۲۰:۴
۲۰۲۴ جون ۱۹
عبرانيان ۱۲:۱۴ · يوحنا ۳:۳
