ورځنۍ رڼا, جون ۲۳: هغه د حق روح دے (يوحنا ۱۴:۱۶–۱۷)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. هغه د حق روح دے.

خو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا ستاسو دپاره بهتره ده چې زۀ لاړ شم. ځکه کۀ زۀ لاړ نۀ شم نو مددګار به تاسو ته رانۀ شى خو کۀ زۀ لاړ شم نو هغه به زۀ تاسو له راولېږم.

دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو.

ځکه چې تاسو هغه روح نۀ دے حاصل کړے چې تاسو بيا د يرې غلامان کړى، بلکې تاسو د بچو جوړېدو هغه روح حاصل کړو چې د دې په وسيله مونږ ”ابا“ يعنې ”پلار“ وايو.

روحُ القُدس هم په دې شان زمونږ په کمزورتياو کښې زمونږ مدد کوى. مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے.

خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے.

په دې وجه مونږ ته پته ده چې مونږ په هغۀ کښې اوسيږو او هغه په مونږ کښې اوسيږى ځکه چې هغۀ مونږ له خپل روحُ القُدس راکړے دے.

زۀ به خامخا ستا دپاره خاوند لټوم، چې ستا خپل کور آباد شى.

نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.

زما خلق به پُرسکون او محفوظ ځايونو کښې اوسيږى، او د هغوئ کورونه به د امن او سلامتۍ نه ډک وى.

چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.

بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى.

چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.

اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم. زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“

فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.

مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما. راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ